د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې له ۷ بېلابېلو بنسټونو سره یې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي. د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې دغه تړونونه د افغان ماشومانو او ښځو له تعلیمي موسسې، د خیریه بشري، د ژوند ټولنیزې، اقتصادي او پراختیایي موسسې، له پوهنې څخه د ملاتړ، اکشن اېد، راه نوین او د ناروې د کډوالو شورا سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي دي. د یادو تړونونو پر بنسټ به دغه موسسې یو میلیون ۵۶۳ زره ۱۲ ډالر په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د نغد پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو سربېره اړمنو کورنیو ته د کورونو کرایه کولو په برخو کې لګول کېږي.








