د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې دوی په دغه ولایت کې ۴۰۰ ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده. د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لورې ۴۰۰ هغه ځوانانو ته چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې عصري زده کړې نه شوای کولای، دوی ته یې په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې ده. د زابل ولایت د ځایي چارواکي وايي، چې په دې برخه کې د نورو زده کوونکو د جذب لړۍ هم دوام لري. د دوی په خبره دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، هڅې کوي چې یو شمېر نورو زده کوونکو ته هم په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابره کړي.








