په غزني ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ویلي، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو ۲۵۰ روږدي کسان یې له درې میاشتنې درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د مالوماتو له مخې د غزني د عامې روغتیا ریاست او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په ګډه همغږۍ ۳ میاشتې مخکې د یوه کمپاین په ترڅ کې په نشه يي توکو ۸۰۰ روږدي کسان راټول کړي وو، چې له ډلې یې د ۲۵۰ تنه درملنه کړې او بیرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د یو بل خبر له مخې په بغلان ولایت کې هم د ۳۰ تنو په شاوخوا کې په نشه یي توکو روږدي کسان تر ۴۵ ورځو درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.








