د نورستان تر نیمايي زیات اوسېدونکي له انټرنیټي خدمتونو او همدارنګه ۳۰ سلنه یې له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي. د نورستان لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي شبکو فعالیت نشتوالي له امله خلک ډېر کله د خپلوانو د غم او ښادۍ په مراسمو کې له ګډون څخه بېبرخې کېږي. د دوی په خبره، د مخابراتي خدمتونو نشتوالي له امله د سیمې خلک اړ کېږي چې لوړو ځایونو ته پورته شي او یا د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره لرو سیمو ته ولاړ شي.خو د نورستان ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د مخابراتو شبکو د پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.








