د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې د لومړي ځل لپاره د فراه ولایت څخه ایران ته د ټکسي چلونې څانګه پرانیستل شوې. دغه وزارت زیاتوي؛ له دې وروسته به د فراه ولایت او د ایران بیرجند ښار ترمنځ د مسافرو لېږد رالېږد پیل شي. فراه کې د ځمکني ترانسپورت ریاست مسوولین وايي، د یاد ترازنيټي شرکت په پیل سره به ګڼې اسانتیاوې هغه هېوادوالو ته چې له همدې لارې ایران ته سفر کوي، برابرې شوې دي. ورته مهال د فراه اوسېدونکي هم د یاد مسافر وړونکي ترانسپورتي شرکت په پیل سره خوښي ښيي او وايي تر دې وړاندې له ستونزو سره مخامخ وو.








