د لغمان ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د قومونو په مرسته د ۴ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د لغمان د قرغيو ولسوال ویلي، چې دغه سړک د سيمې د ځايي اوسېدونکو په مالي لګښت له اندوره تر بولانه د ۴ کيلومترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور جوړېږي چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي. د دې سړک د جوړېدو د چارو په پيل سره د سيمې اوسېدونکو هم خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي د سړک تر جوړېدو وروسته به خپل روغ، رنځور او کرنيز حاصلات په ښه توګه تر عمومي سړک پورې رسوي. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د همدې ولسوالۍ د زيړانيو سيمې اوسېدونکو هم په خپلمنځي ناسته کې دې پرېکړې ته رسېدلي وو، چې دوى به د خپلې سيمې ١١ کيلومتره سړک پخوي.








