اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست له ځينو چینایي پانګوالو سره لیدلي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې چینايي پانګوالو ویلي غواړي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا په برخه کې د ٥٠٠ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. د دغه سفارت پر ټویټر پاڼه همدارنګه لیکل شوي چې د افغانستان سپارت سرپرست یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هر هغه پانګونې ته ښه راغلاست وايي چې رڼه او د عامو افغانانو په ګټه وي.








