د افغانستان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله نن د ۱۹ کلنو د يو ورځنيو سياليو په نړيوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي. دغه نړيوال جام پرون په سوېلي افريقا کې پیل شو. د پرون ورځې په لومړۍ لوبه کې ايرلنډ امريکا ته ماته ورکړه. افغانستان د يادو سياليو په ډي ګروپ کې له نيپال، نيوزيلنډ او پاکستان سره يوځای دی.








