د بامیانو ولایت په مرکز کې د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاګ اوبو د یوې شبکې د رغولو چارې پیل شوې دي. په دغه ولایت کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بامیانو والي له اسلامیک ریلیف موسسې څخه مننه وکړه او د دې ترڅنګ دا یې هم وویل چې سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې د خلکو ستونزې حل کړي. د اسلامیک ریلیف موسسې مسوولیتو ویلي، چې دغه شبکه د مرکز اړوند شهیدانو دروازې سیمه کې د ۴ میلیونو ۷۸۷ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي. مسوولین وایي، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به په دې سیمه کې ۴۲۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.








