د ننګرهار ولایت د کانال رییس غلام الرحمن کظیم وایي، د دې ولایت کانال کې په ۲۲۰۰ جریبه ځمکه د ۱۲میلیونه افغانیو په ارزښت د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي. کظیم ویلي، دغه تخمونه یې په څلور ګونو فارمونو کې کرلي، چې سږکال به ترې په پراخه کچه حاصلات هم ترلاسه شي. نوموړي زیاته کړې، یوازې د هډې فارم په ۵۷۴ جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرل شوی چې په راتلونکي کې به بزګران له وطني اصلاح شویو تخمونو څخه برخمن شي.








