د پنجشېر ولايت د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي، چې د غه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د برېښنا د يوه برج په فعالېدو سره د يادې ولسوالۍ ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. د یاد ولایت د برښنا ریاست رییس وويل، چې دغه برج د ٤٠٠ کيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري او د ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ولسي تړون او د اوسېدونکو د ونډې له مخې جوړ شوى دى. د یادولو وړ ده، چې د دغه ولایت د برېښنا ریاست له لوري دا نهم برج دی، چې په جوړېدو سره یې ټولټال ۱۵۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.








