د بلخ ولایتي چارواکو په حیرتان بندر کې ازبکستان هېواد ته د یوه واګون بې کیفیته پټرولو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د نورم او سټنډرډ امر مولوي یحی نعماني ویلي، چې یو واګون پټرول، چې مجموعي وزن یې ۶۲ ټنه ۵۰۵ کیلو ګرامه ته رسېږي، څو ورځې وړاندې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته را وارد کړی شوي وو، چې تر لابراتواري کتنو وروسته یې بې کیفته ثابت شول. د نوموړي په خبره د پټرولو یاد واګون نن بېرته ازبکستان هېواد ته ور وګرځول شو.








