د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وایي چې د المان د غالیو په ډمسټک نړۍوال نندارتون کې د غالیو اتو صادرونکو شرکتونو ګډون کړی دی. د دغې ټولنې رییس له افغاني غالیو د ننداره کوونکو څخه په هرکلي سره ټینګار کوي چې دغه راز نندارتونونه د هېواد د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره ګټور دي. د جرمني په هانابر ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د غاليو او ګلم نړۍوال نندارتون جوړ شوی دی. په دغه درې ورځني نندارتون کې د هند، چین او ایران په ګډون د افغانستان په لاس اوبدل شوې غالۍ او ګلم هم نندارې ته ایښودل شوي دي. د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال وایي، چې په دې دریو ورځو کې د افغاني غالیو تر ټولو ډېر پېرودونکي له کاناډا، امریکا، سعودي عربستان، بلجیم او لندن څخه وه.








