د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف هرات کې له زلزلې سل ورځې وروسته په سختو ژمنيو شرایطو کې د ماشومانو لپاره د لا زیاتو روغتیايي خدمتونو او پاکو اوبو د خدمتونو غوښتنه کړې ده. یونیسف نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، هرات کې د زلزلې له امله ۹۶ زره زیانمن شوي ماشومان مرستو ته اړتیا لري. یونیسف د جنورۍ په ۱۵مه یو راپور خپور کړی او پکې لیکلي یې دي چې، له زرو ډیر کسان چې ډیر شمیر یې ښځې او ماشومان وو د افغانستان په هرات ولایت کې د زلزلو له امله مړه شول او ۲۱ زره کورونه ویجاړ شول. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دغه راپور کې د هغو کورنیو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې چې د ژمي په سړه هوا کې د خپلو کورونو د جوړولو، بیړنیو روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او مناسب روغتايي چاپیریال اته اړتیا لري.








