د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر له لوري د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې پروژه د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه. د اوبو او برېښنا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ سرپرست وزیر د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې سرپرست حکومت په پوره ژمنتیا او د مسوولیت له مخې هڅه کوي، چې له ولس سره خپلې کړې ژمنې پلې کړي. د سرخاب د اوبو بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لري؛ دا بند ۲۵ متره لوړوالی او ۱۳۵ متره اوږدوالی لري او ۹ میلیونه مترمکعب اوبو د زیرمه کولو ترڅنګ د او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.








