د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د رزانجان ښار د ترجان په لویه لار په یوې لارۍ کې سپاره ۹۹ افغان کډوال نیولي دي. راپورونه وایي، چې په یادو کسانو کې درې کسان د انساني قاچاق پر تور نیول شوي دي. د ترکي رسنیو د خبر له مخې، دغو کسانو د ترکیې د اوسیدو رسمي اسناد نه درلودل او پولیسو له قانوني چلند وروسته د اړوند ښار د مهاجرينو رياست ته سپارلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ترکي چارواکو، په ټول هېواد کې د کډوالو د رادننهکېدو، نيولو او شړلو لپاره عمليات روان ساتلي دي.








