د مس عینک کان د عملي چارو د پيل په موخه د بینالوزارتي کمېټې غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مس عینک کان په تړاو د بینالوزارتي کمېټې ناسته کې د یاد کان د استخراج د عملي چارو په ژر پیل ټینګار کړی. ورته مهال د مسعینک کان قراردادي شرکت مسولینو ویلي، چې په خپلو ژمنو ولاړ دي او ژر به د یادې پروژې عملي چارې پیل کړي.








