د کونړ ولایت روغتیایي مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د یو روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د مالوماتو له مخې دغه ورغتون د شلتن ولسوالۍ د چوګام په رودو سیمه کې د یونسیار په مالي ملاتړ د ۱۸.۲ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي. دغه روغتیایي مرکز به ۲۰ خونې مجهز لابراتوار شنه ساحه د اوبو او نورې ټولې اسانتیاوې به ولري او د ۹ میاشتو په موده کې به یې چاري بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د یاد ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې هم د ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د ودانۍ جوړولو چاري پیل شوې دي، چې زرګونه وګړي به ترې د روغتیا په برخه کې ګټه پورته کړي.








