د نيمروز ولايت چارواکو خبر ورکړی، چې د بې کيفيته تېلو ګرځولو د کمېټې لخوا د ورېښمو له لارې ۱۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځول شوي دي. د دغه ولایت د نفتو او ګازو د وارداتو او خدماتو مدير وايي، په نيمروز ولايت کې د ورېښمو د پله له لارې ۱۰ ټانکره بې کيفيته تېل چې شاوخوا ۲۵۰ ټنه کېږي د یادې کمېټې تر څېړنې وروسته بېرته ايران ته ور وګرځول شول. همداراز په یاد ولایت کې ځایي چارواکو له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې هېواد ته کيفيت لرونکي توکي وارد کړي. د یادولو وړ ده، چې د بې کيفيته تېلو ګرځولو کمېټه د ولايت مقام، ګمرک رياستونو، نفتو او ګازو د وارداتو او خدماتو مديريت، د کميساري او سټنډرډ ملي ادارې د آمريتونو له استازو څخه جوړه شوې ده.








