د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او ټينګښت ټينګار کړی او له کابل سره د تهران د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده. د هېواد پخواني ولسمشر په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره ملي تفاهم مهم ګڼلی دی. د کرزي پر ټویټر پاڼه راغلي چې په دغې لیدنه کې د هېواد د اوسني وضعیت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په هکله هم بحث او د نظر ادلون بدلون شوی دی.








