هېواد ته د فلای دوبی هوايي شرکت د الوتنو له پیل وروسته ایر عریبه هوايي شرکت هم افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړې. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه هوايي شرکت به له دې وروسته په نورمال ډول د شارجې او کابل ترمنځ په ورځ کې یوه الوتنه ترسره کوي چې په دې سره به مسافرو ته لا اسانتياوې رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې فلاى دوبی هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پيل کړې.








