په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د پيل شويو کنفرانسونو په لړۍ کې د جلال آباد ښاروالۍ د روان کال له پیله تردې دمه د خپلو کړنو راپور له رسنيو سره شريک کړی دی. په دې راپور کې د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ ته د ۵۸۵ ميليونه عوايدو هدف ټاکل شوی او دوی تر دې دمه ۴۵۳ ميليونه عوايد راټول کړي، د دوی په خبره داسې اټکل کوي چې په پاتې مياشتو کې به یې عوايد له ټاکل شوي هدف څخه هم لوړ شي. د راپور د مالوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ انکشافي پروژه ۳۶۰ ميليونه وه او ۱۸ مختلفې پروژې په بېلابېلو ناحيو کې ترسره کړې او ۱۸ پروژې بیا د ۱۴۰۱ کال څخه، چې انتقال شوې وې هغه هم په روان کال کې ترسره شوي دي.








