د هلمند ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د دریو رغنیزو پروژو چارې پیل کړې دي. مسوولین وایي، د سنګین ولسوالۍ په بازار کې د یوه پارک، یوه چوک او د یوه منار د رغولو چارې پیل شوې دي. د یادو رغنیزو پروژو د پیل په مراسمو کې ځایي چارواکو هم ګډون کړی و، د یادې ولسوالۍ ولسوال ویلي، چې د دې رغنیزو پروژو له ډلې د سنګین ولسوالۍ اړوند منډئې سیمه کې یو پارک چې سل متره اوږد والی او ۳۰ متره سور لري د یو میلیون او ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. د ولسوال په خبره همداراز یو مرکزي چوک او یو منار بیا د چوغک پرلوړه سیمه د ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي.








