د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان تېر ۲۰۲۳ کال د دریو لسیزو په پرتله تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړې ده. اوچا وایي اقلیمي بدلون د افغانستان پر کرنې، انرژۍ، ځنګلونو، اقتصاد او ټول ژوند باندې منفي اغېز کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي، چې د وچکالۍ له امله په دغه هیواد کې د خوړو د ناامنۍ کچه هم لوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو ۱۰هېوادونو کې شپږم یاد کړی و چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.








