د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې له کوچني پامير وروسته د لومړي ځل لپاره د بدخشان د واخان ولسوالۍ په لرې پرته سيمه لوی پامير کې د سلام مخابراتي شبکې فعاليت پيل کړ. دغه وزارت ویلي، چې د ځايي اوسېدونکو د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال او فعالېدو ترڅنګ یې يو شمېر خصوصي شرکتونه هم هڅولي ترڅو د هيواد ملي پارک واخان تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي. سرچینه زیاتوي چې له يادې سيمې څخه د چين ورېښمو تاريخي لاره هم تيريږي چې د سرپرست حکومت کابينې يې د جوړولو پريکړې تصويب کړې او ترڅنګ يې لوی پامير ته د لومړي ځل لپاره د لارې جوړولو لپاره ماشينري هم انتقال شوې ده.








