د هرات ولایت چارواکو ویلي، چې زلزله ځپلو کورنیو ته د دغه ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د استوګنې ۱۱۰ کورونه جوړ شوي دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، چې د دې١١٠ کورونو د جوړولو چارې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې، چې ۵۰ کورونه په احمد اباد کلي او ٦٠ کورونه په بغرچر کلي کې جوړ او زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شول. د مالوماتو له مخې د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې دا مهال د ٣٦٦٣ کورونو جوړولو کار روان دى، چې له ډلې یې د ډېرو کورونو د جوړولو چارې ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي. د هرات ولایت ځايي چارواکي ویلي، چې اوس مهال په کومو کلیو کې د کورونو جوړولو کار روان دی، دوی یې له ټولو څخه وخت پر وخت هم څارنه کوي.








