د آریانا افغان هوايي شرکت د نوې ایربس A310 الوتکې لومړۍ الوتنه هرات ولایت ته ترسره شوې ده. د هرات ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رييس ویلي، چې سرپرست حکومت په اقتصادي برخو کې د نویو نوښتونو ترڅنګ دا ځل په هوايي برخه کې هم وځلېد او د ايربس A310 الوتکې يې هرات ته خپله الوتنه کړې او بریالۍ ښکته شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه نوي ماډل الوتکې سره به نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې له هېواده بهر هم الوتنې ترسره او په بېلابېلو برخو کې به اصلاحات رامنځته شي.








