ملګري ملتونه وایي د افغانستان په تړاو د یو بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسي چې موخه یې د افغانستان په تړاو د نړۍوالې اجماع پیاوړتیا ده. د دغه سازمان د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي ویلي، په دغه غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث کوي چې د افغانستان پر وضعیت یې کړې. نوموړې همداراز ویلي چې د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د روان زیږیز کال تر فیبرورۍ میاشتې پورې غځول شوی چې د ځانګړې استازو غونډه ترتیب کړي.








