د ماليې وزارت مسوولین وايي، چې په روان کال کې د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک د هغو پورونو د ورکړې لړۍ یې پيل کړې، چې تېر نظام له دې ماليې بنسټونو څخه ترلاسه کړي وو. ماليې وزارت که څه هم د دې پورونو د ورکړې دقیق ارقام نه وايي، خو د راپورونو پر اساس ۱.۴ میلیارده امریکايي ډالره افغانستان د دې ماليې بنسټونو پوروړی دی. ماليې وزارت زیاتوي، چې له ډونرانو سره یې د یوې مشخصې پالیسۍ له مخې غواړي، چې د پورونو اداینه ترسره کړي. د مالیې وزارت مسوولین زیاتوي، چې دا مالي بنسټونه یې هم اړ کړي، تر څو د افغانستان د ولس پورونه چې د نیمه کاره پروژو له امله پر دوی پاتې وو هغه هم پرې کړي.








