د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د امریکا سفیر د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره په کتنه کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې ډونالډ بلوم په امریکا کې د اوسېدو په شرایطو برابرو افغان کډوالو په خوندي لېږد ټینګار کړی دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې پاکستان په دې وروستیو کې لږ تر لږه ۱۳۰ افغان وګړي چې امریکا ته د کډوالۍ د ویزو ترلاسه کولو په تمه وو، اېستلي دي. تر دې مخکې سيايناين په یوه راپور کې لیکلي وو چې سږ کال پاکستان لږ تر لږه ۵۳۰ هغه افغان کډوال اېستلي چې امریکا ته د لېږدېدو په تمه وو. متحده ایالاتو پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ چمتو او ورسپارلی چې په امریکا کې د بیا مېشتېدنې وړ دي.








