د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې یې د یوه پروګرام له لارې یو شمېر مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده. یادې ادارې پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په بادغیس کې یې د نړیوال بانک په ملاتړ ځينو ښځو ته یې د سیمي جالونو د اوبدلو مهارت ور زده کړی او هغوی اوس له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي. دا په داسې حال کې ده، چې په یاد ولایت کې څه وخت وړاندې د سیلابونو له امله د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن شوي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې ټينګار کړی چې د بادغیس په څېر لرو پرتو سیمو کې بزګري او کرنه د خلکو لپاره مهمه ده او دوی هڅه کوي چې په لا زیات ملاتړ سره د خلکو د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.








