د غزني ولایت په نواباد ښار ګوټي کې پرون د ۱۸.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا درې ټرانسفارمرونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د غزني حوزوي برېښنا شرکت رئیس ویلي، چې دغه درې ټرانسفارمرونه د ۱۱۰۰ کیلو واټ برېښنا د وېش ظرفیت لري او پر جوړېدو سره یې ۱۲۱۳ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده. د غزني حوزوي برېښنا شرکت مسوولین وایي، چې د یادو درې ټرانسفارمرونه په ګټې اخیستنې سره په دغه ښارګوټي کې، ۱۱ د برېښنا د وېش ټرانسفارمرونه فعاله شوي او په نږدې راتلوونکي کې به ۴ نور ټرانسفارمرونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د غزني برېښنا ریاست مسوولین وایي، همدا اوس د غزني ښار په نوآباد ښار ګوټي کې ۴ زره ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.








