له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام پرون د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د ځینو خوراکي توکو مرسته وکړه. دغه خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره، خرما او غوړي په کې شامل دي؛ پر ۵۵۰۰ راستنو شویو کورنیو به د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ ووېشل شي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز، د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د خوراکي توکو دغه بستې به د مرکز په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر راستنو شویو اړمنو افغان کډوالو ووېشي. د یادولو وړ ده چې یاد بنسټ تر دې وړاندې هم په ۲ پړاوونو کې له شاوخوا ۵۰ زره کورنیو سره چې د زلزلې او نورو طبیعي آفتونو له امله زیانمنې شوې وې؛ بشري مرسته کړې وه.








