د هلمند د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست وایي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې ۱۳۵ مخابراتي انتنونه نصب شوي دي. د هلمند د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست وايي، د دې ولایت په شمالي او جنوبي لرې پرتو سیمو کې د خصوصي مخابراتي شبکو نوي انتونه نصب شوي دي. نوموړی وايي، په راتلونکي کې پلان لري، چې د هلمند په ۱۴ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې نوي انتونه نصب کړي. بلخوا د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د انټرنېټ بيو د ټیټېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، سرپرست حکومت دې د انټرنېټ د بیو کمېدو کې اقدامات وکړي.








