د لغمان ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د کابل – جلال اباد د لویې اډې د سړک او احاطې د جوړولو چارې پیل شوې دي. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي ویلي، چې دغه پروژې د مهترلام ښاروالۍ په لګښت جوړېږي چې ۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د څلورو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي. ورته مهال بیا د مهترلام ښاروالۍ ریاست مسوولینو وایي، چې د یادې اډې سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې په کې د ۳۸۰ متره احاطې جوړول هم شامل دي. بل لور ته یو شمېر موټر چلوونکي بیا خوښي څرګندوي، چې د یاد سړک جوړولو او احاطې کارونه یې پیل کړي، دوی وایي دا سړک خامه دی او ډېر زیات ګردونه پکې وي، چې په جوړېدو سره به یې یاده ستونزه حل شي.








