د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو سره یونیسف د درېیو میاشتو لپاره د ۲۲۰ قلمه طبي اوغیرطبي توکو مرسته کړې ده. د یاد ولایت د عامي روغتیا رئیس وایي، چې په دې ولایت کې روغتیایي خدمتونه د پخوا په پرتله پیاوړي شوي او همدا راز د یونیسف له مرستې هم مننه کوي، چې دوی ته یې د ۲۱۲ قلمه مصرفي توکي، درمل او ۸ قلمه ژمني توکي ورکړي دي. د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې دوی دغه توکي د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو ۶۲ روغتیايي مرکزونو ته وېشلي دي. د چارواکو په خبره د یادو توکو په وېش سره به روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات او ستونزې به یې هم تر یوې کچې را کمې شي.








