ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د معرفي کولو وړاندیز کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په نیویارک کې د خپلې غونډې پرمهال دا وړاندیز وکړ او ویې ویل چې په دې ډول به له افغانستان او د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د نړیوالې ټولنې تماس زیات شي. فرانس پریس خبري اژانس ویلي، چې د پرېکړې له مخې به دا ځانګړی استازی د جنسیتي برابري او بشري حقونو مسالې ته ډېره پاملرنه کوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش به اوس دا ځانګړی استازی ټاکي. تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې کله به دا استازی معرفي کیږي.








