په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تر ۵۰۰ کوچنیو او منځنیو شرکتونو سره يې مرسته کړې ده. د دوی په وینا، د دغو شرکتونو ډېری یې د ښځو لهخوا اداره کېږي. دغې کمېشنرۍ لیکلي، چې دغه کوچني پورونه د دوی په پیاوړتیا او بشري مرستو ته د دوی د اتکا په کموالي کې همکاري کوي. د دغو پورونو له لارې ډېری ښځې توانېدلي، چې ځانته یو کوچنی کاروبار برابر کړي. په دې کې ډېرو مېرمنو په دغو پورونو د خیاطۍ لپاره ځینې توکي پېرلي او اوسمهال هره یوه یې ځانته جلا، جلا وړې کارخونې لري. دوی په خپلو کارخونو کې ګنډل کوي او بیا هغه توکي د ښار په هټۍوالو پلوري، چې د دوی په وینا هم ښه کاري فرصت ورته برابر شوی او هم دوی د ژوندانه د لګښتونه تر یوه بریده پوره کولی شي.








