د افغانستان بانک وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانیو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی دی. د دغه بانک ویاند وايي، د معقولو پولي پالیسو پلې کول، د افغانیو دودول، بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی، بهر ته د نغدي پیسو پر لېږد محدودیتونه، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، د صادراتو زیاتېدل، روڼتیا او په هېواد کې د یو شمېر ملي او نړیوالو پروژو پیلېدل، هغه لاملونه دي چې د افغانیو له ثابت پاتې کېدو سره یې مرسته کړې ده. د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنه بیا وايي، په بازار کې د نغدي پیسو کموالي هم د افغانیو ارزښت زیات کړی دی. تر دې مخکې هم یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې تېر کال د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه زیاتوالی درلود او د نړیوال نوملړ په درېیم کتار کې یې ځای خپل کړی وو.








