د روغتیا نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازېني هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه نه دی محوه شوې. د یاد سازمان د راپور له مخې په روان کال کې تر اوسه د پولیو ویروس ټولې ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي،چې ۶ یې په افغانستان او ۶ نورې یې په پاکستان کې ثبت شوې دي. د مالوماتو له مخې کومې شپږ پیښې چې په افغانستان کې ثبت شوې دي؛ ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون ورځ د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسینو عمومي کمپاین هم پیل شوی دی.








