د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت تخصصي روغتون له ۱۵۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقا کړې ده. د یاد روغتون مسوولین وایي، چې په دغه روغتون کې د ۵۰ بسترونو په ارتقا سره به روغتیايي خدمتونه زیات او د یاد ولایت د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې به پر وخت حل شي. د دوی په خبره د یاد شمېر بسترونو په زیاتېدو سره اوس هغه اړتیا پوره شوې ده، چې پخوا یې دوی له ستونزو سره مخ کړي وو. د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په یاد ولایت کې د نورو برخو تر څنګ روغتیایي برخې ته هم پاملرنه زیاته شوې او همدا راز په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.








