د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې له تېرې یوې میاشتې را پدېخوا د پلازمېنې کابل هوا د پخوا په پرتله ډېره ککړه شوې ده. د دې ادارې مسوولین وایي، د برېښنا نشتوالی، د بې کیفیته سکرو ډیر کارول او د پلاستیک سوځول هغه څه دي، چې د کابل هوا د ککړتیا لامل شوي دي. په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم خبر ورکړی، چې په هېواد کې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ټولو هغو د استونګنې او سوداګریزو ودانیو خاوندانو ته خبر داری ورکړی، که چیرې دوی په خپلو ودانیو کې د هوا پاکولو وسایل یا فلټرونه و نه لري؛ نو له دوی سره به قانوني چلند وشي.








