د عامې روغتیا سرپرست وزیر په مالیزیا کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره په لیدنه کې ویلي، چې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د افغانستان دروازې د ټولو پرمخ خلاصې دي. نوموړي په روغتیايي برخه کې د مالیزیا هېواد د فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي. یاده لیدنه کې د مالیزیا ځانګړي استازي په روغتیايي او نورو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.








