چین کې د سرپرست حکومت سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړي دي. چین کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د لیو جېنسونګ له خولې لیکلي چې، د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته او د لا پیاوړي کېدو لپاره یې ګډ کار روان دی. لیو جېنسونګ په دغه لیدنه کې ویلي چې چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي. د خبرپاڼې له مخې، بلال کریمي په دغه لیدنه کې واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ مهم ټرانزیټي او سوداګریز مسیر ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې چینایي شرکتونو لپاره د پانګونې فرصت برابر شوی دی. نوموړي ویلي، چې د سیمې امنیت د افغانستان امنیت پورې تړلی دی او په خبره یې چې سرپرست حکومت د سیمې په ټولو هېوادونو کې د ثبات غوښتونکی دی.








