د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، امنیتي مسایلو او له افغانستان سره د روسیې پر مرستو خبرې شوې دي. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ضمیرکابلوف په افغانستان کې امنیت د سیمې په ګټه بللی او ویلي یې دي، چې روسیه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. نوموړي زیاته کړې، چې مسکو د افغان حکومت د کړنو درناوی کوي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په تفاهم عمل وکړي.








