د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي، چې له پاکستانه اېستل شوي افغانان تر ټولو بې وزله او بې امکاناتو وګړي دي. رزا اتونبایوا تېر ماښام امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور ویلي، چې د دغو اېستل شویو افغانانو له ډلې یې۸۰ زره سرپناه نه لري او نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي. د نوموړې په وینا، له کله چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پيل کړي، نژدې نیم میلیون افغانان تراوسه اخراج شوي دي. د پاکستان حکومت د تېرې نومبر میاشتې په سر کې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې او د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له نیوکو، غبرګونونو او غوښتنو سربېره یې هم دغه لړۍ لا روانه ساتلې ده.








