د زده کړې لپاره نړیوال ګډون (جي پې اې) په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د زده کړو ملاتړ لپاره ۱۱۰ ميليونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. د مالوماتو له مخې دا مرسته به د دوو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان له نجونو او هلکانو سره مرسته وکړي؛ تر څو په ټولنيز محوره زده کړو کې ګډون وکړي او بنسټيز مهارتونه زده کړي. د زده کړې لپاره نړیوال ګډون ويلي، هيله لري چې په ټول هيواد کې به ۷.۶۶ ميليونه ماشومان د دې سازمان له مرستو برخمند شي. د زده کړې لپاره نړیوال ګډون په نړۍ کې د بې سوادۍ د ختمولو لپاره کار کوي، دوی مالي منابع راغونډوي او موخه یې داده، چې په کم عايد لرونکو هيوادونو کې د زده کړې د برخې ملاتړ وکړي.








