د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مرسته یې د دغه ولایت په مرکز بازارک کې ۸۰۰ بزګرانو ته سپینه سره وېشلې ده. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې د وېش په دغه بهیر کې یې هر بزګر ته یوه بورۍ سپینه سره ورکړې ده. د دغه ریاست مسوولین وایي، چې دوی د یاد ولایت له بزګرانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د کرنیزو توکو د وېش له پروسې څخه یې موخه داده، چې په پنجشېر ولایت کرنیز سیستم پیاوړی کړي. بلخوا بیا په یاد ولایت کې یو شمېر بزګران په دې مرستو خوښي څرګندوي او له کرنې وزارت څخه د ورته لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.








