اروپایي ټولنې د افغانستان بې وزله او بې ځایه شویو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ته د ۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د اروپايي ټولنې د ۲۵ میلیونه یورو د اعلانېدو هرکلی کړی دی. د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، د اروپايي ټولنې دا نوې بسپنه به په افغانستان کې بې وزله او بې ځایه شویو کورنیو ته د خوړو په رسولو کې مرسته وکړي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په هرو دریو افغانانو کې یو نه پوهېږي چې د یوه وخت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي. د خوړو نړیوال پروګرام په وینا په داسې حال کې چې په افغانستان سخت ژمی هم راروان دی، نو دې ورته مرستو ته ډېره اړتیا لېدل کیږي.








