د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې په بغلان ولایت کې یې ۱۰۱ راستنو شویو ګډوالوکورنیو ته کورونه جوړ کړي دي. د مالوماتو له مخې دیادو کورونو د ویش لړۍ پیل شوې او په شفاف ډول به دوی ته ور وسپارل شي. یاد وزارت ویلي دغه کورنۍ چې کورونه ورکول کیږي، تر دې وړاندې د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ټيمونو له لوري سروې او په نښه شوې وې. د یادولو وړ ده چې جوړ شوی هر یو کور دوه خونې، يو دهليز او يو تشناب لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري د ۳ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.








